خبرونهاقتصادټولنه

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته، د دغه وزارت لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې

 کابل، د زمري ۱۲مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو نن په یوه خبري غونډه کې د دغه وزارت د تېر یو کال لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر او د دغه وزارت یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت معین، د اوبو او انرژۍ سکټورونو په اړه چې د اوبو مدیریت، د اوبیزو سرچینو د پېژندنې، د انجنیرۍ چوپړتیاوو او د اوبو تنظیمولو برخې پکې شاملې دي؛ معلومات ورکړل.

انجنیر مجیب الرحمن عمر د اوبو مدیریت په برخه کې، د اوبو په سکټور کې پر ۲۱ مقررو او کړنلارو بیا کتنه، د بېړنیو بشري مرستو د راجلبولو په موخه د اوبو سکټور د ۲۰۰۰ پروژو د ارقامو او معلوماتو راټول، توحید او له اړوندو تمویلوونکو سره شریکول، د اوبو سکټور د پروژو د تمویل او پلي کېدو او د پانګونې د جلب په موخه د ځینو پانګه والو او خیریه بنسټونو سره همغږۍ او د دغه سکټور د ستراتیژیکو موخو سره سم د هېواد په کچه د انډولیزې پراختیا په پام کې نیولو سره، د ۱۴۰۱ کال لپاره د (۱۱.۳) میلیارده افغانیو په لګښت د (۳۳۴) پراختیايي پروژو د پلان چمتو کول د یاد وزارت مهمې لاسته راوړنې یادې کړې.

هغه، په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د څارنیزو شبکو ساتنه او پاملرنه او په څلورو فرعي سیندیزو حوزو کې د څلورو نویو شبکو پراختیا، د لښکرګاه، هرات، مزارشریف، زرنج او جلال آباد ښارونو د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پنځه څېړنیزې او څارنیزې شبکې ګټې اخیستنې ته سپارل، د ودانیو له بامونو څخه د باران اوبو د راټولولو طرحې په ګډون د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د تغذیې په موخه د (۳۱۱) میلیونه افغانیو په ارزښت د پروژو کانسپټ او ډیزاینونه چمتو کول، د کجکي بند د (۱۰۰) میګاواټه اضافي برېښنا د تولید لپاره د دغه بند د دویم فاز فعالول، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مهمو او حیاتي بندونو د ودانیزو چارو پیلول، د اوبو په لګښت کې د سپما او د اوبیزو سرچینو د ساتنې فرهنګ د ودې ورکولو په موخه د عامه پوهاوي ملي کمپاین ترسره کول، له لمر، ګازو، ډبرسکرو، باد او جامدو کثافاتو څخه د انرژۍ د تولید په موخه له یو شمېر بهرنیو پانګه والو شرکتونو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک کول او د انرژۍ د تولید په برخه کې د خصوصي پانګونې د جذب او هڅونې په خاطر د کانونو او پټرولیم وزارت او کابل ښاروالۍ سره د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړه لیکونو جوړول د اوبو او انرژۍ وزارت نورې مهمې لاسته راوړنې یادې کړې.

هغه دغه راز، په نږدې راتلونکې کې د اوبو او انرژۍ په سکټورونو کې، د خصوصي پانګه والو د هڅونې او جذب کنفرانس د جوړېدو خبر هم ورکړ چې ترڅ کې به یې په یادو سکټورونو کې ۱۳۲ پروژې پانګه والو ته ور وپېژندل شي.

انجنیر عمر له هېوادوالو څخه وغوښتل چې د هېواد له اوبیزو سرچینو څخه دې سمه او سالمه استفاده وکړي چې په هېواد کې د اوبو کچې د لا ټيټيدو مخه ونیول شي.

په همدې حال، د ابو او انرژۍ وزارت ویاند مولوي اختر محمد نصرت، په مطبوعاتي برخه کې د دغه وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

د غونډې په پای کې مسوولینو د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا