کابل / د تلې ۹ مه / باختر
د لوګر والي مولوي محمد علي جان احمد د جلال الدین حقاني له ورور ابرهیم حقاني او قومي مشرانو سره په کتنه کې وویل چې د ولسونو لپاره به اسانتیاووې برابرې کړي.
احمد وویل چې د اسلامي امارت موخه د واک او قدرت د ترلاسه کولو نه، بلکې سوچه اسلامي شریعت او عدالت راوستل او پلي کول دي.
د والي په خبره تر قیامت ورځې پورې به د خدای د دین او د اسلام د بیرغ رپولو په پار به مبارزه کوي، په وینا یې دغه مبارزه کېدای شي چې د قلم له لارې وي او یا هم د سر او ځان د قربانۍ په بیه تمامه شي.
والي ولس ته ډاډ ورکړ چې د دوى د سر، مال او ځان د خوندیتوب لپاره به شپه او ورځ هلې ځلې کوي او د ولس له حقونو څخه پر دفاع سربېره به دوی ته د ژوندانه په چارو کې ښې آسانتیاوې برابرې کړي.
ن/ر