کابل باختر دليندى اته ويشتمه : په فراه کې دوروستيو جګړو له امله دشهيدانو پاتې کسانو او ټپيانو پرون نغدي مرسته ترلاسه کړه . دفراه والي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دملي وحدت دحکومت داجراييه رييس دحکم پربنسټ د وروستيو جګړو له امله داويا تنو شهيدانو له کورنيو او له دوه اويا تنو ټپيانو سره پرون نغدي مرسته وشوه . ده څرګنده کړه چې دهر شهيد په کورنۍ سل زره افغانۍ او په هر ټپي پنځوس زره افغانۍ وويشلې شوې . ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ