ټولنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرني پيغام

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٢:
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوررييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرني پيغام
په ډيرې خواشينۍ سره  خبر شوم  چې دلوګرولايت قومي مشر متنفذ سپين ږيرى  دتير جهاد ملګرى حاجي علم جان مسود دورپيښى ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پتې کړي دي .
انالله  وانااليه راجعون
ارواښاد حاجي علم جان مسود دخپلو خلکو خير خواه ، اجتماعي ، مصلح ، دخپلې سيمې په جرګو ، مرکو کې شامل شخص او دخلکو خدمتګار و. ولسي  خدمات  يې دقدر وړ او مړينه يې يوه ضايعه ده .
دخپلې  خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ  ، دوستانو او دلوګرولايت خلکو ته وړاندې کوم .
الله تعالي دې دى وبخښي او کورنۍته  دې يې جميل صبر په نصيب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته