ټولنه

څلورزره کورنيو دڅښاک له اوبوڅخه ګټه واخيسته

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ١٣ :
دهلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې نن داوبورسولو يوه شبکه پرانستل شوه.
ويل کيږي  چې ددغې شبکې په  جوړولو سره  څلور زره کورنۍ دڅښاک له روغتيايي اوبو څخه  ګټه اخلي .
دهلمندولايت دکليودبيا جوړولواوپراختيارياست دپروګرامونو مسوول باختراژانس ته وويل : دغه شبکه   ددنمارک په مالي مرسته  ديوسلو شپيتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت  دهلمندولايت  دکليو دبيا جوړولو  اوپراختيا رياست له  خوا په دوو مياشتوکې  جوړه شوې ده .
يوه اړونده خبرځاى وويل  ددغې شبکې په  جوړيدو سره په نادعلي ولسوالۍ کې څلور زره کورنۍ دڅښاک له روغتيايي اوبو څخه ګټه اخلي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته