(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

د اوبو او انرژۍ وزرات سرپرست د میدان وردګو له والي سره وکتل

کابل، د وږي ۱۹مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست الحاج ملا عبداللطیف منصور د میدان وردګ له والي قاري بختیار معاذ او د یاد ولایت له یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو سره وکتل.

 په داسې حال کې چې د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر آخندزاده هم شتون درلود،

په دغه لیدنه کې، د میدان وردګو والي د هغه ولایت د خلکو وړاندیزونه د اوبو او انرژۍ وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل او په یاد ولایت کې یې د اوبو او برېښنا پراختیایي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د میدان وردګ والي ته ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د هغوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا