کابل باختر د مرغومي پنځمه :
دوه تنه د نشه يي توکو د ساتلو او ليږدونې په تور د هرات ولايت د پوليسو له خوا ونيول شول .
دغه دوه تنه پرون ناوخته له يوې اندازې چرسو او اپينو سره د پوليسو له خوا ونيول شول .
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ يو تن چارواکي باختر آژانس ته وويل چې له نيول شويو کسانو څخه درې کيلوګرامه چرس او اپين ترلاسه شوي دي .
نيول شويو کسانو د پوليسو په لومړنيو تحقيقاتوکې د نشه يي توکو په څو مورده قاچاقو اعتراف کړى دى .
ختم_ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ