فرهنګ

د جان آقا الکوزي فاتحه په جلال آبادکې واخستل شوه

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٨
د فقيد ژورناليست ارواښاد جان اقا الکوزي فاتحه نن د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کارکوونکو، د ننګرهار پوهنتون د محصلانو او استادانو، ژورناليستانو او د ختيځ زون د فرهنګيانو او د مدني ټولنې او د اروښاد د کورنۍ له خوا د جلال آباد ښار د امير شهيد په جومات کې واخستل شوه.
د فاتحې په مراسموکې د ننګرهار والي سليم خان کندزي، د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال، د دولتي ادارو رييسانو او کارکوونکو، د لغمان والي عبدالجبار نعيمي، د ننګرهار او لغمان د ولايتي شوراګانو غړو او د ارواښاد مينه والو ګډون کړى و .
د فاتحې د اخستلو د مراسمو په پاى کې د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم، د لغمان والي عبدالجبار نعيمي او سياسي او فرهنګي شخصيت محمد حسن ولسمل د ارواښاد د څيړنو په باب خبرې وکړې او له هغو کسانو څخه يې مننه او قدرداني وکړه چې د جان آقا الکوزي د جنازې او فاتحې په مراسموکې ګډون کړى و.
د فاتحې مراسم له غرمې مخکې په يوولسو بجو د دعايې په لوستلو سره پاى ته ورسيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته