سیاست

جمهورريیس: د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ همغږي په بېساري ډول زیاته شوې ده

کابل/ د تلې ۲۲ مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون ماښام په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر خپل حضور ته ومانه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جنرال میلر د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ تر بلې زیاتېدونکی ظرفیت او محاربوي وړتیاوې وستایلې او د تروریستانو په ځپلوکې یې د هغوی وروستي عملیات بریالي وبلل.
جنرال میلر د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ زیاتوالی د هغوی د بریالیتوب لامل وباله او د دې ارګانونو په اړه د شوې ارزونې راپور یې له جمهورريیس سره شریک کړ.
جنرال سکاټ میلر وویل: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په جګړه کې دښمن ته ماتې ورکړې او په دې وروستیو کې یې د تروریستانو مهم کسان له منځه وړي او ډېرې سیمې یې له هغوی بېرته نیولې دي.
جمهورريیس د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ناټو د دوامداره ملاتړ او همکاریو مننه وکړه او ويې ویل: د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ همغږي په بېساري ډول زیاته شوې او دا کار د تروریستانو پر وړاندې په عملیاتوکې د بریالیتوب لامل شوی دی.
جمهورريیس محمد اشرف غني وویل: د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تروریزم ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ګډه همکاري او ملاتړ مهم دی.#
پاى / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته