امنیت

اته تنه زده کوونکي ټپيان شول

کابل باختردکب دمياشتې ٣ :

دننګرهار ولايت  په ښيوي ولسوالۍ  کې  دهغو ډزو له امله چې  ويل کيږي دبهرنيو عسکرو له خوا شوي دي اته تنه زده کوونکي ټپيان شول.

دننګرهار دوالي ويندوى احمدضيا عبدالرزي  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  کله چې دايساف ځواکونو الوتکه په ښيوي ولسوالۍ کې  ديوه ښوونځي دپاسه تيريده له ددغه ښوونځي  پرزده کوونکو يې ډزې وکړي چې له  امله يې ددغه ښوونځي اته تنه زده کوونکي ټپيان شوي دي.

ده وويل  ددغې پيښې  علت تراوسه پوري معلوم نه دى  خوعيني شاهدان وايي ددغې پيښې له امله ددغه ښوونځي يوولس تنه زده کوونکي ټپيان شوي چې مقامات يې نه تائيدوي.

دننګرهار ولايت  دعامې ر وغتيا رييس ډاکتر بازمحمد شيرزاد وايي ددغې پيښې شپږتنه ټپي زده کوونکي دننګرهار ولايت مرکزي روغتون ته ليږدل شوي دي .

ديادونې وړ ده چې په دې باب دپوليسو څيړنې دوام لري .

بهرنيو ځواکونو تراوسه پوري په  دې باب نظر نه دى څرگند کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته