امنیت

په کابل کې دنښتې له امله دوه تنه ووژل شول اونهه تنه نور ټپيان شول

کابل باختردوږي دمياشتې ١٨ :
دکابل يوشميراوسيدونکونن دميرويس ميدان په ساحه کې په نښتې لاس پورې کړ.
دنښتې برخه والوچې پوليسو هغه لنډغر بللي دي  په يوبل دمزاحمت اوځورونې تور لګاوه  دغه  نښتې وروسته په هوايي ډزو او وسله والو نښتې واوښتي چې له امله يې يوشمير کسانو ته مرګ ژوبله واوښته .
دکابل دساحوي زون دامنيې قوماندانۍ ويندوى حشمت الله ستانکزي دباختر اژانس خبريال ته وويل يوشمير لنډغرو کسانو نن دکابل ښار دميرويس ميدان په ساحه کې په نښتې لاس پورې کړ: دغو کسانوپه خپلو کې په نښتو سربيره  په هغو پوليسو  کاڼي وويشتلى چې دنظم داعادکولو په مقصد سيمې ته ورغلي و سره له دې چې ستانکزي په نننيو پيښو کې دسردرسيدلي زيان اومالي تاوان په باب  بې خبري وښودله  خو دکابل   زون  دپوليسو قوماندان  جنرال محمدايوب سالنګي له يوې تصويري رسني سره په خبرو کې تائيد کړه چې په نننيو پيښو کې  ديوپوليس په ګډون  دوه تنه وژل شوي او يوشمير نور ټپيان شوي دي.
ده ټينګار وکړ چې ددغو پيښو عاملين به  ترعدلي څارنې لاندې ونيول شي .
دغه نښتې په داسې حال کې کيږي چې په هيواد کې  دشهيد  داوونۍ نمانځنه ترامنيتي تدبيرونو لاندې پيل شوې ده .
له بلې خوا دمرکز دروغتونونو رييس ډاکتر کبير اميري دباختراژانس خبريال ته وويل يو مړي  او اووه تنه ټپيان  چې دميرويس ميدان په ساحه کې دپيښو له امله  ټپيان شوي دي  دکابل روغتونونو ته ليږدول شوي دي .
ده په دغو پيښو کې دپوليسو دافرادو دوژل کيدو په اړوند بې خبري وښودله  خو يوه امنيتي خبرځاى تائيد کړه چې  ددغو پيښو په بهيرکې دپوليسو درې تنه منسوبين هم ټپيان شوي دي  چې يوتن يې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته