ښوونه او روزنه

دلا معه شهيد په ليسه کې د کمپيو تر مرکز اود لا برا توار خونه پرانيستل شوه

کابلباختر دچنګاښ ١١ مــــــــــــــه

د لامعه شهيد په ليسه کې د کمپيو تر مرکز اود  لا برا توار خو نه نن دکابل ښار دپو هنې درئيس له خوا پرا نيستل شول

دباختر ا ژانس دخبر له مخې دايشيا فونديشن موسسي له دغې ليسې سره د کمپيوتر له مرکز سره دپنځه ويشتو کمپيوترونو ،يوپروجګتور، پنځه ويشتو ميزو نو اوڅوکيو اودوو ارکنديشنو نو مر سته و کړه

 دغه را ز ددغې ليسې لا برا توار دپو هنې و زارت دساينس د مرکز درياست له خوا جوړ او په ضروري وسايلو او لوا زمو سمبال شوى دى

د کا بل ښار دپو هني رئيس نجيب الله کامران د کمپيو تر د مرکز او ددغه لابرا توار دپرا نيستلو په وخت  کې خبري وکړې ويې ويل هڅه کوي چې په نورو ليسو او ښوونځيو کې په لازمو عصري تجهيزاتو دکمپيو تر مرکزو نه اولا برا توارخو نې جوړې کړې

ده وويل : په دې اړوند هم دپو هنې وزارت اود مرستندويو موسسو پاملرنه جلبوي

 دغه راز د ايشيا فونديشن د موسسې استا زي هم په خپلو خبرو کې ددغې موسسې له خوا له پو هنې سره دزيا تي مرستې ژمنه و کړه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته