امنیت

ولسي وګړي: په شاه جوی ولسوالۍ کې له تېرو دوو میاشتو راهېسې ملکي وګړي د جګړو قربانیان دي

قلات/ د تلې ۱۰ مه / باختر
د زابل د شاه جوی ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له تېرو دوو میاشتو راهېسې په دغې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو زور اخېستی چې له امله یې ملکي وګړي قرباني ورکوي.
د دوی په وینا؛ د انتخاباتو راهېسې د شاه جوى ولسوالۍ ټول بازار تړل شوی دی او خلک د خوراکی توکو له کمښت سره مخ دي چې له نورو ځایونو څخه په ډېرو ستونزو سره خوراکي توکي ترلاسه کوي.
دوی زیاتوي چې په شاه جوی کې د وروستیو جګړو له امله د خلکو کاروبار په ټپه درېدلی چې زیات مالي زیانونه ورته اوښتي دي.
د سیمې خلک پر دولت او وسله والو طالبان غږ کوي؛ چې ډيرژر دې په دغې ولسوالۍ کې جګړه ودروي.
په همدې حال کې د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال هم په شاه جوي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو جګړه تائید وي او وایي؛ چې ولسوالۍ د افغان ځواکونو په ولکه کې ده او هلته عملیات دوام لري چې پر مهال یې زیات شمېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سیال زیاتوي چې په سیمه کې د ګډو افغان ځواکونو د عملیاتو او له وسله والو طالبانو سره د نښتو له امله په دغې ولسوالۍ کې د خلکو کاروبار تړل شوی، خو دوی هڅه کوي څو خلک بیا ځل په ارامه فضا کې ژوند پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم د وسله والو طالبانو توغول شوي توغندي د شاه جوی ولسوالۍ په دوو کورنو کې لګېدلي چې پکې درې ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته