امنیت

داعش وځپئ او دافغانستان دطالبانو ملاتړ وکړئ .

کابل باختر د وږي  دويمه :
دالقاعده مشر ديوه صوتي  او تصويري پيغام په خپرولو سره په ټوله نړۍ کې له خپلو پلويانو څخه وغوښتل چې دداعش ډله وځپي او دافغانستان دطالبانو ملاتړ وکړي .
ايمن الظواهري په دې پيغام کې دداعش دتروريستي ډلګي مشر ابوبکر البغدادي  منافق وباله او دنړۍ له مسلمانانو څخه يې وغوښتل چې دطالبانو تر څنګ ودريږي او له طالبانو څخه يې وغوښتل چې له يوبل څخه جلا نه شي .
ده يوځل بيا داختر محمد منصور دځاى ناستي دطالبانو له مشر هيبت الله اخوند زاده  سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
  ديادونې وړ  ده  چې پخوا دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس له نړيوالو  څخه غوښتي دي چې دداعش پرخلاف مبارزه کې  القاعده هيره نه کړي  ځکه دغه ډله هر وخت کولاى شي  ځان بيا احيا کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته