امنیت

اووه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥
امنيتي ځواکونو دتيرو ٢٤ ساعتو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
امنيتي ځواکونو دغه عمليات دکونړ ، لغمان ، لوګر ، قندهار، زابل او دغزني ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړي وو چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، څلور تنه  ټپيان او نهه تنه نور نيول شوي  دي.
دغه راز   د پوليسو منسوبينو  د امنيتي ګزمې په بهير کې د وسله والو مخالفينو څوارلس ښخ کړاى شوي ماينونه د قندهار لوګر او  دغزني ولايتونو په  مربوطاتو کې ترلاسه او شنډ کړل.
ديوبل خبرله مخې :  دکابل دامنيې قوماندانۍ دملي پوليسو منسوبينو  پرون دکابل ښار د پنځمې ،او يوولسمې امنيتي حوزو په مربوطاتو کې اته تنه دوژنې
او غلا په تور  ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته