امنیت

اتيا تنه وسـله وال طالبان د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې له دولت سره يوځاى شول

کابل  باختر د وږي د مياشتې ٢ :
دولتي ځواکونو د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې يو زيات شمېر کلي او بانډې  د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړې  دي.
د فارياب ولايت  د المار ولسوال محمدصالح صالح د باختر آژانس خبريال ته وويل: د فارياب ولايت د خواجه ګوهر په کليوکې د ترکمنستان تر پولې پورې د عملياتو له امله د خداى رحم او ملا عنايت الله په مشرۍ٨٠  تنه وسله وال طالبان له دولتي ځواکونو سره يوځاى شول.
خبرځاى وويل: د جمهوري رياست لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم په سيمه کې دى او د سيمو له ټولو خلکو سره يې ليدنې کتنې کړې دي چې په دغو کتنو کې د سېمې يو تن مخورخان آغان خان د نورو په استازيتوب  له ٢٠٠ تنو وسله والوکسانو سره له دولتي ځواکونو سره دپيوستون لپاره خپل تيارى اعلام کړ.
د جمهوري رياست لومړي مرستيال د المار له خلکوسره دخپلو غونډو په ترڅ کې   د ښوونځيو، روغتيايي کلينيکونو، سړکونو، دڅښاک د اوبو د شبکو د نه فعال والي په ګډون د خلکو ستونزې واوريدې او ژمنه يې وکړه چې په ډير لنډ ممکن وخت  کې به د دغو ستونزو په له منځه وړلوکې اقدام وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته