سیاست

اجرائيه رئيس د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ سره د یومف سویس پوهنتون د تحصیلي سندونو د ستونزې په اړه خبرې وکړې

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره د اسلامي ثقافت د مضمون او هم په کابل کې د یومف سویس پوهنتون د تحصیلي سندونو د ستونزې په اړه خبرې وکړې.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې ناسته کې لومړی د لوړو زده کړو وزارت د اسلامي ثقافت د څېړنې د کمېسیون مشر پوهاند حمیدالله امین او هم د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئيس دکتور عبدالبصیر بصیرت وضاحت ورکړ او ویې ویل، چې د وزارت له لوري یوه ټاکل شوې کمېټېه د اسلامي ثقافت د مضون د تعدیل په اړه کار کوی.
اجرائيه رئيس په دې اړه د یوشمېر استادانو او نورو هېوادوالو اندېښنې په ډاګه کړې او هدایت یې ورکړ، چې ډير ژر په دې اړه د وزارت له اصولو سره سم اقدامات وشي.
دغه راز د ناستې په دویمه برخه کې په کابل کې د یومف سویس پوهنتون د تحصیلي سندونو ستونزه وڅېړل شوه. د لوړو زده کړو وزارت چارواکیو ویل، چې دغه پوهنتون د سویس په کانټون کې راجستر دی؛ خو سندونه یې په هېڅ ځاى کې د منلو او تایید وړ نه دي. هغوی وویل، چې د یومف سویس پوهنتون لوګو او نور باطل دي او هم په افغانستان کې نشي کولای، چې د خصوصي پوهنتون په څېر فعالیت وکړي؛ ځکه نه یې د یوې نمایندګۍ اصول پر ځای کړي او نه یې د یوې خصوصي موسسې په توګه راجستر کړی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړو زده کړو وزارت ته هدایت ورکړ، چې د اصولو او قوانینو په رڼا کې په افغانستان کې د یومف سویس پوهنتون سره اجراات وکړي او اجازه ورنه کړي؛ چې د ځينو هېوادوالو تحصیلي فرصتونه ضایع شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته