ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت خبرتيا

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٣نيټه :
د پوهنې وزارت خبرتيا
د راى ورکولو د مرکزونو د جوړولو او د هېواد په زياترو ښوونځيوکې د انتخاباتي سايټونو کارکوونکو ته د بايومتريک د روزنيزو پروګرامونو د ترسره کولو او په دغه بهيرکې د اسانتياوو د برابرولو او د هېواد په ټولو ښوونځيو او تعليمي مرکزونوکې د تدريسي بهير د همغږۍ په خاطرچې په دې بهيرکې شامل دي، د انتخاباتو د خپلواک کميسيون او د پوهنې وزارت ترمنځ د تفاهم ليک له مخې په ټول هېوادکې دولتي ښوونځي د روان کال د تلي د مياشتې له ٢٣نيټې څخه تر ٢٩ نيټې پورې رخصت دي او د تلي د مياشتې په ٣٠ نېټه تدريسي بهير بيا پيليږي.
د هېواد د ټولو ولايتونو د پوهنې رياستونه مکلف دي چې د دغو رخصتيو درسي مفردات د تعليمي کال تر پاى پورې په اړوندو ښوونځيوکې جبران کړي.
څرنګه چې په خصوصي ښوونځيو او تعليمي مرکزونوکې د راى ورکولو مرکزونه  او انتخاباتي سايټونه نشته، له همدې امله په دغو رخصتيوکې نه شامليږي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته