امنیت

دتخار نوى امنيه قوماندان معرفي شو.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٨
مل پاسوال فقير محمد جوزجاني پرون دتخار ولايت دامنيه قوماندان په توګه معرفي شو.
د ٨٠٨ سپين زر لوى قوماندان لوى پاسوال شير عزيز کامه وال دتخار ولايت دامنيه قوماندانى دمعرفي کولو په مراسمو کې وويل چې تغير او بدلون دچارو دښه والي لپاره يو مهم اصل دى او د دولت دلزوم ديد له مخې مل پاسوال فقير محمد جوزجاني يې دتخار دامنيه قوماندان په توګه معرفي شوى دى.
داپه داسې حال کې ده چې مل پاسوال فقير محمد جوزجاني له څو کلونو څخه راپه دې خوا دکورنيو چارو وزارت په بيلابيلو قطعاتو او جزوتامونو کې دنده ترسره کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته