اقتصاد

دمرکزي بانک له خوا دڅه دپاسه يو مليارد افغانيو مندرسو بانکنوتونو ته اور اچول .

کابل باختر دزمري شپږ ويشتمه :
دافغانستان مرکزي  بانک نن دڅه دپاسه يو مليارد افغانيو مندرسو بانکنوتونو ته اور واچاوه .
دغه بانکنوتونه  دافغانستان په ختيځ کې ددغه بانک له نمايندګيو څخه راټول کړى شوي وو اوپه جلال اباد ښار کې ددغه بانک دمرستيال په وړاندې اور ورته واچول شو .
  دافغانستان  دمرکزي بانک مرستيال  محمد عيسي  تراب دباختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې دوى ديو ملياردو څلور شپيتو مليونو څلور سوه اته اتيا زرو افغانيو مندرسو  بانکنوتونوته اور واچاوه او له منځه يې يوړل .
دغه زاړه بانکنوتونه  له بازار څخه راټول کړى  شوي اويا هم دخلکو  او سوداګرو له خوا په بانک  کې تحويل شوي وو .
دافغانستان مرکزي بانک  په کال کې دوه ځلې مندرسو بانکنوتونه دهيواد په اتو زونونوکې له منځه وړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته