روغتیا

يوه کمېټه په بدخشان کې د يوه ځوان وژل کېدل څېړي

کابل / د وري ١٩مه / باختر په کرونا ويروس د يوه اخته مړ شوي ځوان پلار وايي چې زوى يې د روغتيايي کارکوونکو د نه پاملرنې له امله د فيض آباد په ولايتې روغتون کې ژوند له لاسه ورکړى دى. د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په کرونا ويروس د اخته مړ شوي ځوان پلار وايي چې زوى يې د دغه ولايت د شهيد استاد برهان الدين رباني په ولايتي روغتون کې د قرنطين په څانګه کې بستر و چې پرون يې د ډاکټرانو د نه پاملرنې له امله خپل سر د اکسيجن په کپسول وهلى او مړ شوى دى. هغه وايي: زوى مې درې مياشتې مخکې له ايران څخه روغ هېواد ته راستون شو او يوازې د والګي په مرض اخته و، کله مې چې هغه د درملنې په موخه د فيض آباد ولايتي روغتون ته بوته؛ ډاکټرانو هېڅ پاملرنه ونکړه او آن ناروغ ته مې د اکسيجن په ورکولو حاضرنه و. د بدخشان والي محمد ذکريا سودا پرون د روغتيا په يوه فوق العاده غونډه کې وويل: د دغې پېښې په اړوند يوه کمېټه جوړه شوې ده، په هغه صورت کې چې د بدخشان روغتيايي کارکوونکو بې پروايي کړې وي؛ هغوى به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي. د بدخشان والي په دې غونډه کې زياته کړه: تر راتلوونکو اتو ورځو پورې به په بدخشان کې د کرونا ويروس د پېښو د تشخيص يو مرکز جوړ شي او له تخار او کندز ولايتونو څخه به هم د کرونا ويروس د مشکوکو کسانو د وينې سمپل بدخشان ته ولېږدول شي. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته