امنیت

په روزګان کې د ماين د چاودنې له امله د څلورو تنو ماشومانو ټپي کيدل

کابل باختر د ثور  څلورمه :
په روزګان ولايت کې د ماين د چاودنې له امله څلور تنه ماشومان تپيان شول .
دغه پيښه نن سهار په دهراوود ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې  ماشومان د ماشومتوب په لوبې بوخت وو .
په روزګان ولايت کې د سيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې څلور تنه ماشومان ووژل شول .
ده وويل چې ماشومان د ماشومتوب په لوبې بوخت وو چې ماين وچاوديد .
په همدې حال کې په روزګان کې د يوه روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغې پيښې د دوو تنو ټپي ماشومانو روغتيايي حالت خراب بللى دى. د سيمې مسوولين وسله وال طالبان د دغې پيښې مسوول بولي .
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګن ميشتو لارو او سيموکې د ماينونواو بمونو په کارولو لاس پورې کوي؛ هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته