امنیت

په کونړ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د وږي  دوه ويشتمه :
په هغې  جګړه کې چې نن دملي اردو دځواکونو  او دطالبانو ترمنځ  دماڼوګي ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ونښته  ١٥ تنه وسله وال  طالبان ووژل شول او ١٧ تنه نور يې ټپيان شول .
دکونړ والي شجاع الملک  جلاله دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو دماڼوګي  ولسوالۍ په ځينو سيمو بريدونه  وکړل چې دامنيتي ځواکونو دمتقابلوبريدونو له امله ١٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٧ تنه نور يې  ټپيان شول .
  دجلاله دڅرګندونو له مخې، دغه بريدونه د پيچ  درې  په سيمه  کې  چې دکونړ له ماڼوګي  او چپې درې ولسواليو سره په ګاونډ کې دي  ترسره شول چې ددغو بريدونو په بهير کې دملي اردو درې تنه سرتيري شهيدان او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
  جلاله زياته کړه: په دې نښته کې دوه تنه ملکي وګړي چې يوه ميرمن اويوسړى پکې شامل دي هم ټپيان شوي دي
ده زياته کړه مرستندويه ځواکونه سيمې ته استول شوي دي او تراوسه پورې دامنيتي ځواکونو اوطالبانو ترمنځ نښته دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته