امنیت

پنځه تنه ډاراچوونکي په لغمان کې ووژل شول

مهترلام  باختردليندۍ دمياشتې١٠نيټه :
پنځه تنه ډاراچوونکي تيره شپه دلغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې ووژل شول.
د٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شيرآقا فقيري باخترآژانس ته وويل ؛دغه ډاراچوونکي د کوماندو دځانګړوعملياتو په بهيرکې ددغه ولايت دالينګار ولسوالۍ  په دره سنګر کې ووژل شول.
فقيري زياته کړه په دغو عملياتو کې د ډاراچوونکو ديوه سيمه ييز قوماندان
قاري محب الله  دډلې درحيم اوحميدالله په نومونو دوه تنه غړي په دغه ولايت       کې ونيول شول.
په دغو عملياتو کې له دښمن څخه څلور کلاشينکوفونه  او يوه اندازه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته