سیاست

دماليې وزير دملي شورا له وکيلانو سره دبروکسل دکنفرانس په باب خبرې وکړې.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
دماليې وزير اکليل حکيمي پرون دبروکسل کنفرانس دتياريو او همغږيو په باب دملي شورا له وکيلانو سره خبرې وکړې .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې دماليې وزير دبروکسل کنفرانس دغونډو ، تياريو ، دبرخه والو دلست ، د اړيکو دستراتيژى ، دبروکسل کنفرانس د اعلاميې ، متقابل حساب ورکولو ، دافغانستان دملي پرمختيا دچوکاټ او دملي وحدت دحکومت دبرياليتوبونو په باب هر اړخيز معلومات ورکړل .
دملي شورا وکيلانو دبروکسل کنفرانس دتياريو په باب دنظريو او پيشنهادونو په څرګندولو سره قدردانى وکړه . دغه راز دبروکسل دکنفرانس په باب يې خپلې پوښتنې طرحه کړې چې دماليې دوزير له خوا هر اړخيز خوابونه وړاندې شول.
دماليې وزير دبروکسل په کنفرانس کې دتياريو په باب له بيلابيلو قشرونو سره مشورتي غونډې کوي چې دبروکسل کنفرانس دښه جوړولو په باب دهغوى له نظريو څخه استفاده وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته