اقتصاد

د مالیې وزارت له چین هېواد سره د ۷۲ میلیونو ډالرو په ارزښت د وړیا مرستې تړون لاسلیک کړ

کابل_باختر د غويي د مياشتې١٩ مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر ښاغلي یوجینګ، سره د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د ۷۲ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د وړیا مرستې تړون لاسلیک کړ.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دا مرستې به په افغانستان کې په کور جوړولو، د دولتي ادارو په کامپلکس او د افغانستان لومړیتوبونو ته په کتو سره په ځینو نورو پرژو ولګول شي.
ښاغلي اکلیل حکیمي، وویل: چین له افغانستان سره د مرستو په برخه کې یو له مخکښو هیوادونو څخه دی، دې هیواد په افغانستان کې د بنسټیزو چارو، کور جوړولو او په سترو رغنیزو برخو کې مرستې کړي دي، چې له هغې ډلې نن د ۷۲ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د وړیا مرستې تړون دی او دغه مرستې په بېلابېلو برخو کې ولګېږي.
ښاغلي حکیمي، د چین له سخاوتمندانه مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې افغانستان له چین سره د اوږد مهاله ملګرتیا ارزښت ته ژمن دی او زموږ تر منځ ګڼ فرصتونه پراته دي، په دغو فرصتونو سره به د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې پراخې او دواړه لوري به  وکولی شي چې په افغانستان کې ترې ګټه واخلي.
همدا شان نوموړي د د اسیا بنسټیز بانک (AIIB) کې د افغانستان د غړیتوب په اړه هم معلومات ورکړل.
په افغانستان کې د چین سفیر ښاغلي یوجینګ، وویل چې موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته ژمن یو او موږ به له افغان حکومت سره په ګډه کار وکړو چې دا مرستې په اغېزمنه توګه ولګېږي.
د یادونې وړ ده چې د چین هېواد له افغانستان سره د فزیکي او ټولنیز خوندیتوب، پوهنې، زیربنا، کور جوړونې او ځینو نورو برخو کې له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته