امنیت

دحامدکرزي دنړيوال هوايي ډګر دامنيتي حريم دپراختيا دطرحې غونډه دجمهور رييس ددويم مرستيال په مشري جوړه شوه .

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
دحامدکرزي  دنړيوال هوايي ډګر  دامنيتي حريم دپراختيا موضوع دلومړى ځل لپاره  دملي امنيت دشورا  د٦٧ ګڼه مصوبې  له مخې  د١٣٩٥ کال  دچنګاښ دمياشتې  په لسمه نيټه  طرحه شوه . 
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  ددغې طرحې په باب  د ١٣٩٥  کال  دمرغومې دمياشتې  له شلمې نيټې  څخه تراوسه پورې  دجمهوري رياست  ددويم معاونيت په مشري  او داړوندو ارګانونو  په ګډون  ديولړ غونډو په ترڅ کې  غور اوڅيړنه شوې ده .
  د نن له غرمې وروسته په غونډه کې چې  دجمهوري رياست  ددويم معاونيت  په دفتر کې  جوړه شوه  کابل ښاروالۍ ،  له کابل ګارنيزيون سره په ګډون  دحامدکرزي  دنړيوال هوايي ډګر  دبشپړې  سروې  جزئيات او نتيجې  وړاندې کړې  اووروسته  دملکي هوايي چلند ادارې  ددغه هوايي ډګرد ماستر پلان  رپوټ  هم په همدې غونډه کې وړاندې کړ .
دغه راز دملکي هوايي چلند  ادارې او نورو امنيتي ارګانونو دښارګوټو او  داستوګنې  دځينو سيمو  له امله  رامنځته شوي  خطرونه اوګواښونه هم طرحه کړل .
  دجمهور رييس مرستيال  قاونپوه سرور دانش دحامدکرزي  دنړيوال هوايي ډګر  دامنيتي حريم  دپراختيا طرحه يوه اساسي  اړتيا وبلله  چې بايد  په ډير لنډ ممکن وخت کې دتطبيق لپاره يې  عملي اقدام وشي .
   ده ټينګار وکړ چې  دسترو  اوبنسټيزو  طرحو  ترسره کول  هراړخيزو هڅو ته اړتيا لري .  او دافغانستان حکومت ځان په خپل وخت ددغو طرحو  په عملي کولو  مکلف بولي .
  ددغې طرحې په باب  له غور او څيړنو وروسته  ، په پاى کې  پريکړه وشوه  چې  داړوندو ارګانونو دنظريو اووړانديزونو  نتيجه دې ديو بشپړ رپوټ په ترڅ کې له ټولو سندونو او طرحو سره دهېواد  دملي امنيت شورا ته وړاندې شي چې په  ډير لنډ ممکن وخت کې  په دې برخه کې وروستۍ تصميم  ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته