خبرونهامنیت

لس طالبان په زابل کې وژل شول

کابل / د سلواغې ۱۷ مه / باختر

لس وسله وال طالبان په زابل کې په نويو نښتو کې ووژل شول.

پر دغو طالبانو نن سهار هغه وخت له هوا او ځمکې بريدونه وشول چې پر امنيتي پوستو يې بريدونه وکړل.

د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو نښتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ پوځيانو پر دغو وسله والو طالبانو په شهر صفا او ارغنداب ولسواليو کې بريدونه وکړل.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته