کابل باختر د ثور شپاړلسمه :
دوه تنه د وسله والې غلا او د تروريستي بريدونو په تور د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
دغه کسان چې د هرات ښار اوسيدونکي دي د لومړۍ امنيتي حوزې د پوليسو له خوا د هرات ښار په مربوطاتو کې له يومکاروف تومانچې ، دبرقي شوک يوڅراغ ، يوې برچې او له يوموټرسايکل سره ونيول شول .
يوتن يې چې په بابا ملنګ مشهور دى څه موده مخکې يې د لومړۍ امنيتي حوزې يوه افسر چې د يو موټرسايکل د غلا کولو مخه يې نيولې وه د تومانچې په ډزو سره ټپي کړ او له ساحې څخه تښتيدلى و .
په همدې حال کې د دغې حوزې پوليسو يوسړي هم د موټرسايکل دغلا کولو په تور ونيوه .
دغه تورن يو موټرسايکل د هرات په حوزوې روغتون کې غلاکړى و چې دپوليسو په اقدام کې له موټرسايکل سره لاس په لاس ونيول شو .
ختم_ عطاالله _ اکرم