امنیت

درې تنه ماين ښخوونکي په قندهار کې ووژل شول

کابل باختردلړم دمياشتې ٩ :
درې تنه ماين ښخوونکي طالبان په قندهار کې  دخپل ښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له امله  ووژل شول.
دغه يرغلګر کله يې چې غوښتل  دميوند ولسوالۍ په يوه ګڼ ميشته لاره کې  ماين ښخ کړي  په ناڅاپي ډول ماين وچاوديد  او دوى    ووژل شول .
دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ يوه سيمه  ييز مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل  چې په دې پيښه کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ده وويل طالبانو غوښتل چې  ددغه ماين په ښخولو سره  ملکي وګړو ته يوه بله تروريستي پيښه رامنځته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته