امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې د۶۱ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

کابل باختر د لړم د مياشتې٢٠نېټه :
د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونوکې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ترسره شول، د طالبانو د یو تن نومول شوي ولسوال په ګډون ۶۱  تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳۴تنه نور  ټپیان شوي دي .
د ملي دفاع وزارت د ویاند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات چې د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د لغمان، کاپیسا، پکتیا، غزني، قندهار، هرات، فراه، بلخ ، جوزجان، فاریاب، کندز  بغلان، سرپل او د هلمند د ولایتونو په مربوطاتوکې ترسره شوي دي.
دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې د دښمن دوه قرارګاوې، دوه پټنځایونه، یو موټر او دوه موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي. 
په تیرو ۲۴ ساعتونوکې ۱۱چاڼیز او ۱۲خاص کماندویي عملیات د هېواد په ۹ولایتونوکې په لاره اچول شوي، د افغانستان  هوایي ځواکونو ۹۱پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۳۱هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوې دي.#پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته