امنیت

وسله وال مخالفين د سلما بند له شاو خوا څخه وتښتيدل

 هرات/ باختر د لړم دمياشتې ٨ مه :
په هرات ښارکې سيمه ييزو مقاماتو وويل چې په سلګونو تنه وسله وال مخالفان د سلما بند له شاوخوا څخه وتښتدل.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دوى دغه راز په دې سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو په شتون انديښنه لري .
ده وويل: د وسله والو طالپانو په دلې پورې اړوند يوشمير کسان دغور اوبادغيس له ولايتونو  څخه  دسلمابند شاوخوا ته راغلي وو چې دامنيتي ځوکونو له خوا له ماتې سره مخامخ شول اوله  دغې سيمې  څخه وتښتيدل .
  ده وويل دطالبانو دراټوليدو په سيمه کې هوايي بريدونه وشول چې ددوى دخورې ورې کيدو سبپ شوې .
  دهرات دوالي وياند ټينګار وکړ دوسله والو طالبانو يوکم شمير  هم ترلاسه پورې ددغه بند په شاوخوا کې ژوند کوي خو امنيتي  ځواکونو هلې حلې کوي چې دوى له منځه يوسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته