امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه يې ټپيان شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
څلور تنه وسله وال طالبان تيره شپه په کندز ولايت کې له افغان امنيتي ځواکونو سره د نښتې په بهيرکې ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دکندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ يو امنيتي مسوول باختر آژانس ته وويل: جګړه هغه وخت ونښته چې دملي اردو ځواکونو په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په کاروان بريد وکړ.
ده تاييد کړه چې په دې جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
ويل کيږي امنيتي ځواکونو له جګړې وروسته دطالبانو دوه موټر سايکلونه او څو جنګي وسايل هم ترلاسه کړي دي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دې جګړه کې افغان ځواکونوته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته