کابل باختر د چنګاښ دريمه :
دکندز دپوهنې مسوولان وايي چې سږ کال په کندز کې ټول ښوونځي دزده کوونکو پرمخ پرانستي دي .
دکندز دپوهنې رييس په دباختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: دوى وکولاى شول هغه ګواښونه چې تېرکال دکندز د پوهنې دلارې خنډ وو چې سږ کال له مخې لرې کړي او اوس په دغه ولايت کې دزده کوونکو پرمخ دښوونځيو دروازې تړلې نه دي .
ثاقب زياته کړه چې په کندز کې له ٥١٩ ښوونځيو څخه کابو ٢٠٠ ښوونځي ودانۍ نه لري چې دسږ کال په پروګرام کې سلو ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي .
دکندز دپوهنې رييس وويل چې سږ کال ښوونځيو ته ٤٣٠٠٠ جديدالشمولان جذب شوي دي چې شمېر يې دپروسږ کال په پرتله لوړشوى دى .
په کندز کې په ٥١٩ ښوونځيو کې د ١٧٠زرو نجونو په ګډون ٣٧٤ زره زده کوونکو ته ٦٤٠٠ ښوونکې زده کړې ورکوي .
ختم_ شکريه – اکرم
0 1 دقیقه لوستل