خبرونهاقتصاد

د ایبکو – پلخمري د سړکونو د څارنې او ساتنې پروژې د سروې چارې پیل شوې

 کابل، د سلواغۍ ۱۲ مه، باختر

د سمنګانو د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، چې د سمنګانو- پلخمري د سړکونو د څارنې او ساتنې پروژې د ۷۴ کیلومترو په اوږدوالي د یو سړک د سروې چارې پیل کړې دي.

د سمنګانو د ټولګټو رییس انجنیر آغا د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د ایبکو- پلخمري سړک موټرو د تګ را تګ له امله ویجاړ شوی او ډېر ژر به بیا ورغول شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکي مالي کال کې د ایبکو- پلخمري سړک د څارنې او ساتنې په موخه بودجه په پام کې نیول شوې، چې په همدې دلیل د ایبکو- پلخمري سړک د څارنې او ساتنې د سروې چارې نن پیل شوې.

جهانیار

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا