امنیت

په کونړ کې دپاکستاني پوځيانو دراکتي بريدله امله دوه تنه ماشومان شهيدان شول .

کابل باختر دوږي  لومړى :
دهېواد په ختيځ کونړ کې پرون  دپاکستاني پوځيانو  دراکتي بريد له امله  دوه تنه ماشومان  شهيدان شول .
قربانيان  ديوې کورنۍ غړي و ، چې دکونړ ولايت  د سرکاڼو  په ولسوالۍ کې په خپل کلي کې  بريد پرې وشو .
  دهېواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو ه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې دپاکستاني پوځيانو په دې راکتي بريد کې  دوه تنه ماشومان شهيدان او يو تن بل  ټپي شو .
ده وويل چې پاکستاني پوځيانو څه ناڅه درې توغندي په کونړ ولايت کې داستوګنې په يوې ساحې توغولي دي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته