کابل/باختر/ د غويي د مياشتې١ نېټه
يوولس تنه ډار اچوونکي د هېواد په ختيځ کې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ نويو جګړو کې وژل شوي دي .
په دغو نښتو کې چې تېره شپه د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په ځينو سيمو کې وشوې؛ څلور تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .
دغه جګړې د يو او بل د پراختيا غوښتنې او د عشر او زکات په نامه له خلکو څخه په زور د پيسو د ويش د څرنګوالي پرسر رامنځته شوې دي .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په نويو جګړوکې له ښکيلو لورو څخه ۱۱ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ده وويل چې له يوې اوونۍ راپدېخوا د ننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې د طالبانو او داعشيانو ترمنځ جګړې پيل شوې دي او تر اوسه پورې دوام لري .
په دغو جګړو کې تراوسه پورې ۴۶ تنه داعشيان او طالبان وژل شوي او ۲۰ تنه نور يې ټپيان شوي دي .
ختم_ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل