(PS)خبرونه(PS)نړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سعودي ته ځي

کابل، د زمري ۲۶ مه، باختر

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نن په یو ورځني رسمي سفر د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته سفر وکړي او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له ځینو سعودي چارواکو سره وګوري.

د معلوماتو له مخې؛ سعودي عربستان ته د دغه ایراني لوړ رتبه چارواکي سفر د ریاض او تهران ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او پراختیا په موخه ترسره کېږي.

د عبداللهیان دغه سفر په داسې مهال ترسره کېږي، چې مخکې تر دې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د تهران په بلنه ایران ته سفر کړی وو.

د دواړو هېوادونو اړیکې تر اته کلونو وروسته په داسې مهال بېرته عادي کېږي، چې تازه سعودي عربستان په تهران کې خپل سفارت پرانیستی او د دغه هېواد په ځينو ښارونو کې یې استازولۍ هم فعالې کړې دي.

د راپورونو له مخې ریاض ته د ایراني بهرنیو چارو وزیر دغه سفر د سعودي په رسمي بلنه ترسره کېږي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا