امنیت

اوولس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې دفتح په عملياتو کې ووژل شول .

کابل باختر د ثور ديرشمه :
په فراه ولايت کې دفتح  تر عنوان لاندې  عملياتو کې اوولس تنه وسله وال  طالبان ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول .
په وژل  شويو کسانوکې د طالبانو ديو مشهور  ملا ذکرورور قوماندان قاري سلام  هم شامل دى .
په لويديځ زون کې د ٢٠٧ظفر قول اردو قوماندان د باختراژانس خبريال ته وويل دغه عمليات دفراه ولايت دملي اردو دځواکونو له خوا دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې   ترسره شول چې له امله يې اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، دغه راز په دغو عملياتو کې شپاړلس  تنه نور وسله وال طالبان دملي اردو دځواکونو له خوا ونيول شول 
ده زياته کړه په دغو عملياتو کې  دطالبانو يوه اندازه  جنګي وسايل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او عمليات له څلورو ورځو وروسته په برياليتوب سره  پاى ته ورسيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته