(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

د ایران د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

کابل، د غوایي ٢٩مه، باختر
تېره ورځ د ایران ولسمشر د هلمند د اوبو په اړه یو لړ څرګندونې درلودې چې په اړه يې موږ په لاندې ډول وضاحت کوو.
د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو تړون چې نیمه پيړۍ وړاندې په ۱۳۵۱ لمریزکال کې لاسلیک شوی، تر اوسه په خپل ځای دی، د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې په شویو تعهداتو باندې عمل وکړي.
دا چې په دا وروستیو کلونو کې په افغانستان او سیمه کې سخته وچکالي تېره شوه، د اوبو سطحه ټيټه شوې، د هلمند د رود په ګډون زموږ ګڼ ولایتونه او سيمې له وچکالۍ څخه کړېږي او کافي اوبه نشته.
په داسې یو حالت کې د ایراني اړخ لخوا په مکرر ډول د اوبو غوښتنه او بیا په رسنیو کې یو لړ نامناسبې څرګندونې په زیان بولو.
ایراني چارواکي د هلمند د اوبو په اړه باید لومړی خپل معلومات له قانوني لارو تکمیل کړي، وروسته بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، داچې واقعیت سم نه وي مطالعه شوی، او داسې څرګندونې مخې ته راځي چې د دوه وروڼو او مسلمانو هېوادونو د خلکو او هېوادونو ترمنځ سیاسي فضا خرابولی شي، دا د هېڅ لوري په ګټه نه ده او باید تکرار نه شي.
اسلامي امارت یوځل بیا ژمنه کوي چې د هلمند د اوبو د تړون په نظر کې نیولو سره ټوله سعیه کوي چې ایراني ولس ته د هغوی سره ژمنه شوې اوبه ورته پرېښودل شي، خو په دې شرط چې زموږ د اوبو زېرمې هغې کچې ته ورسېږي چې که یې ایران ته ورخوشې کړو نو د هلمند په وچ رود کې به په سلګونه کلیومتره لار ووهي او ایران ته به ورسېږي حال دا چې فعلاً د کمال خان بند کې هېڅ اوبه نشته او د کجکې بند لږ اوبه که ورخوشي شي تر هغه ځایه نه رسېږي، نو په کار ده چې ایراني لوری دا حقایق درک کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا