امنیت

دريو تنو انسان تښتوونکو ته داوږدې مودې بند حکم

کابل باخترد چنګاښ  نولسمه :
درې تنه  دتښتونې په تور  چې دوژنې سبب  هم شوي دي  دهرات  دابتداييه ښاري محکمې له خوا  په مجازاتو محکوم شول .
  دهرات دښاري محکمې  دکورني او بهرني  امنيت دديوان په  قضايي علني غونډه کې  چې د  هرات دښاري ابتداييه محکمې درييس  قضاوتمند  محمدشعيب ابراهيمي په مشرۍ  جوړه شوه   ددريو تنو انسان تښتوونکو قضيې  چې دوژنې سبب هم شوي دي  وڅيړل شوه چې په پاى کې يوتن په شل کاله  تنفيذي بند او دوه تنه نور  په ديارلس ديارلس  کاله  تنفيذي بند په مجازاتو محکوم  شول .
  تورنو کسانو ته وويل شول  چې په ټاکلې موده کې  ددوى  داستيناف غوښتنې حق  خوندى دى .
  ختم- ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته