نړۍ

د مصر اخوان المسلمين او ٢١٥ تنه سياسي فعلان په تروريستي لست کې ځاى کړى شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
د مصر يوې محکمې په رسمي ډول په تروريستي لست کې د اخوان المسلمين او د ٢١٥ تنو نورو د نومونو د ځايولو په باب د وري د مياشتې صادر شوى حکم ثبت کړ .
باختر آژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ:
د قاهرې د جنايي جرمونو د څيړنې د محکمې حکم په ١٠١٤ م کال پورې اړه لري چې د دغه حکم له مخې اخوان المسلمين د يوې تروريستي ډلې په توګه پيژندل کيږي او ٢١٥ تنه تورن کسان چې توريې نه دى اعلان شوى؛ د دريو کلونو لپاره په تروريستي لست کې نيول کيږي.
د مصر محکمې په رسمي ورځپاڼه کې په دغه حکم پورې د اړوندې خبرتيا په ثبتولو سره خپل حکم په رسمي ډول عملي کړ .
د مصر حکومت، اخوان المسلمين له ٢٠١٣ م کال راپه دې خوا د يوې غير قانوني او تروريستي ډلې په توګه پيژني.
دمصر دپخواني جمهور رييس محمد مرسي د دولت له راپرځيدو وروسته د ده يو شمېر ملاتړي د عمومي نظم د ګډوډولو او د غير قانوني او تروريستي فعاليتونو په ګډون په بېلابېلو تورونو په اعدام محکوم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشر د حقوقو مدافعو ډلو او د ملګرو ملتو سازمان په صادرو شويو حکمونو نيوکې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته