امنیت

په قندهار کې دماين دچاودنې له امله څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول

-کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
په قندهار کې پرون ديو ماين دچاودنې له امله  څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول
دباختراژانس دخبرله مخې، دغه چاودنه دقندهار دشاه ولي کوټ ولسوالۍ دنيکه شيلي په ساحه کې له هغه وروسته  رامنځته شوه چې دملکي  وګړو دسپرلۍ موټر په ماين وخوت
. په دې چاودنه کې  څلور ملکي وګړي  ټپيان شول او ديو ټپي روغتيايي حالت خراب بلل  شوى دى .
تراوسه پورې  ددغې چاودنې  مسووليت چاپه غاړه نه ده اخستې .  .
په داسې حال کې چې دهېواد په ناامنو سيمو کې  دطالبانو او پوځيانوترمنځ  دجګړې په ليکه کې دزيات ارامتيا خبره کېږي خو چاودنې پېښې له پخوا څخه زياتې شوې دي  چې زياتره ملکي وګړي قرباني کېږي .
ختم _  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته