(PS)خبرونه(PS)ټولنه

د ایران له زاهدان بندخونې څخه ٢٣ افغان بندیان آزاد شول

کابل، د غوايي ۲۴مه، باختر
په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت او زاهدانو کې د افغان قونسلګرۍ په هڅو د زاهدانو له بندخونې څخه ٢٣ افغان بندیان خوشې شول.
د نيمروز د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ رییس مولوي یارمحمد حقیار د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه کسان د دیني زده کړو په موخه ایران ته تللي وو، چې هلته د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله نیول شوي وو او نن آزاد شول.
د يادونې وړ ده، چې د تېرو دوو میاشتو موده کې په دریو پړاوونو کې ۵۴ نور بندیان هم آزاد شوي، چې ډېری یې د دیني مدرسو زده کوونکي دي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا