امنیت

یو تن طالبانو ته د پیسې د لیږدونې په تور ونیول شو

هرات باختر د لړم دمياشتې دویمه
یو تن په هرات کې طالبانو ته د پیسې د لیږدونې په تور د پولیسو له خوا ونیول شو .
د باختر آژانس د خبرله مخې :
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل چې دغه کس غوښتل يې ٤٠٠ زره پاکستاني کلدارې چې له پاکستان څخه د ده په آدرس حواله شوې وه، وسله والو طالبانو ته ولیږدوي .
ده زیاته کړه: له نيول شوي څخه تحقیقات پیل شوي دي .
د هرات د والي ویاند وویل چې څه موده مخکې د هرات د صرافانو اتحادیې اعلام وکړ چې هلې ځلې کوي د امنیتي منسوبينو په همکارۍ ډار اچوونکو ډلو ته د پیسو د لیږدونې مخه ونیول شي.
ختم /ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته