(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)نړۍ

د ایران په شېراز ښار کې وسلوال برید شوی

بهرنۍ رسنۍ، د زمري ۲۳ مه، نړۍ

د ایران د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې دوه تنه وسلوالو پرون ناوخته د شیراز ښار په شاه چراغ حرم باندې برید کړی.

د اژانس د معلوماتو له مخې؛ برید کې د حرم دوه تنه خدمتګاران وژل شوي او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

شیراز کې پولیسو ویلي، چې برید کابو او یو وسلوال نیول شوی او د یو بل د نیولو لپاره هڅې روانې دي، خو د ځینو نورو رسنیو د راپورونو له مخې دغه برید د یو تن وسلوال له لوري شوی، چې اوس مهال د پولیسو په توقیف کې دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي دغه برید غندلی او چارواکو ته یې په دې اړه د پلټنو سپارښتنه کړې ده.

دا په تېرو څو میاشتو کې دویم برید دی، چې په شاه چراغ حرم ترسره کېږي، مخکې له دې هم دغه سیمه کې د یو وسلوال برید له امله ۱۳ تنه وژل شوي وو.

د برید مسولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا