ټولنه

په غورکې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زيات شوى دى

کابل باختر د کب دويمه :
په غور ولايت کې په نشه يي توکو د روږدوکسانو شمېر زيات شوى دى .
دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي دباخترآژانس خبريال ته وويل: همدا اوس  په دغه  ولايت کې څه دپاسه شل زره تنه په نشه يي تکو روږدي دي چې په هغوکې ښځې او ماشومانو هم شامل دي .
دده دڅرګندونو له مخې: ددغوکسانو د علاج او درملنې لپاره په دغه ولايت کې په کمو امکاناتو سره يواځې يو کلينيک شته .
دغور ولايت اوسيدونکي وايي چې بې وزلي او وزګارتياپه دغه ولايت کې د دغوکسانو د روږدي کيدو يومهم عامل دي.
دغور په ولايت کې خلک سوړ ژمى له امکاناتو پرته تيروي.
وزګارتيا د دې سبب شوې ده چې په زرګونوتنه له دغه ولايت څخه ګاونډيو ولايتونو قندهار، هلمند ، نيمروز او فراه ته وتښتي او ياهم ايران ته د مهاجرت لاره غوره کړي .
خطيبي وويل: دغور ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې د ادارې د څيړنې له مخې همدا اوس څه دپاسه شل زره تنه چې زياتره يې ځوانان دي؛ په نشه يي توکو روږدي دي .
خطيبي ددغوکسانو د روږدويتوب عواملو ته اشاره وکړه او ويې ويل: زموږ يو زيات شمېر هيوادوال په تېره بيا ځوانان وزګار دي او دغه وزګارتيا د دې سبب شوې ده چې دوى ځينوهغو ولايتونو ته چې کوکنار پکې کرل کيږي او يا هم د کارکولو په خاطر له هيواد څخه بهر ته لاړ شي او روږديتوب ته مخه وکړي .
ده زياته کړه چې د روږدوکسانو د درملنې لپاره په دغه ولايت کې يواځې يو شل بستريز روغتيايي مرکز شته او په دغه مرکزکې د ډاکترانو شمېر کم دى او کافي درمل هم پکې نشته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته