سیاست

دمشرانو جرګې دامريکا له جمهوررييس څخه له خپل وروستي تصميم څخه دتيريدوغوښتنه وکړه

کابل باختر دليندي  نولسمه
مشرانو جرګې د په نننۍ عمومي غونډه کې د امريکا د متحده ايالاتو له جمهور ریيس څخه وغوښتل چې د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د رسميت پيژندنې څخه صرف نظر وکړي او خپله پريکړه دې بیرته واخلي.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه غونډه چې د مشرانو جرګې د لومړي نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ جوړه شوې وه، سناتورانو د خپل کار زياته برخه د اسرائيلو د بیړنۍ پريکړې د رد او د امريکا د جمهور رئيس د کړنې د غندلو په هکله صرف کړه او د مشرانو جرګې د ليندۍ د ١٦ نېټې د مطبوعاتي اعلاميې د تائيد سره سم یې ،د دغې ظالمانه او ننګينې پریکړې د غندلو په اړه د امريکا د متحده ايالاتو د جمهور رئيس او اسرائيلو پر وړاندې شعارونه ورکړل.
سناتورانو په داسي حال کې چې د يادې کړنې په غندلو کې د افغانستان حکومت د دريځ، د نړيوالو د غبرګون او په افغانستان او نورو هېوادونو کې د مسلمانانو د پراخو لاريونو څخه ملاتړ وکړ، ويې ويل چې د اشغالګرو اسرائيلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د رسميت پيژندو او بيت المقدس ته د تل ابيب څخه د امريکا د سفارت د لیږدونې په تړاو د امريکا پريکړې د يونيم ميليارد څخه د زياتو مسلمانانو او د بشريت د زياتو خلکو زړونه مات کړل اوهم د ملګرو ملتونو سازمان او اروپايي اتحاديې دغه پریکړه نه ده تائيد کړې ؛بايد د امريکا د متحده ايالاتو پاليسي جوړونکې اوستره  محکمه هم دغه ناعادلانه پريکړه ونه مني، او د امريکا د ولسمشرڅخه يې وغوښتل چې د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو او د نړۍ د بېلا بېلو دينونو د پيروانو د همزيستۍ په پام کې نيولو سره د دا ډول خطرناکې پريکړې لاس په سر شي او د نړۍ د مسلمانانو د لومړۍ قبلې په غصب کې دې داسرائيلو سره همکاري او لاسنيوی ونه کړي.
سناتورانو د خيرخانې په پنځه سوه فامیلیو کې د يوې کورنۍ د لسو غړو وحشيانه وژلو څخه سخته خواشيني او خفګان څرګند کړ، ويې ويل چې بايد ژر تر ژره د دغه زړه بوږنوونکې جنايت عاملين وپيژندل شي او سخته سزا دې ورکړل شي او د کورنيو چارو وزارت څخه د شپنيو سيارو ګزمو د ګمارنې جدي غوښتنه وشوه تر څو د دا ډول وحشتونو او وېره اچوونکو پېښو، غلاو او نورو جرمونو مخنيوي وشي.
سناتورانو وويل، په همدې ورځو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې د رپوټ په خپرولو سره ويلي چې د افغانستان د انرژۍ په برخه کې دډیرې زیاتې پیسې تری تم شوي، له دي امله پرکړه وشوه چې د بريښنا شرکت مسئولان دې په دي اړه او د بريښنا د د وامدارو پريکون په هکله د مشرانو جرګې په يوې عمومي غونډې کې د غړو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي.
سناتورانو  دمشرانوجرګې د تلويزيون د آزمايښتي ژوندیو خپرونو چې له امله به یې د جرګې د عمومي ناستې په ژوندۍ توګه خپرې شي هرکلی وکړ  ويې ويل چې د مشرانو جرګې د دارالانشا لوي ریيس سيد حفيظ الله هاشمي، د دارالانشا د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس قدم علي نيکپي او د يادې ادارې ټولي تخنيکي او خبري کارکوونکو چې دتلويزيوني شبکې د آماده کولو او راتلونکو خپرونو په برخو کې بريالۍ هڅې کړي او کوي يې د مشرانو جرګې له خوا دي تقدير او وستايل شي.
همدا راز په غونډه کې د بي کيفيته سون توکو له امله کابل کې د چاپيريال ساتنې د ککړتيا او کابل ښار کې د بي حده ترافيکي ګڼې ګوڼې څخه يادونه وشوه، ټينګار وشو چې اړوندې ادارې دي د دغې نيمګړتياو د حل په موخه ګټور اقدامات وکړي.
په غونډه کې د جمهوري رياست د حقوقي بورد د رئيس نه حضور سبب شو چې د شته نظام پر وړاندې د حکومت د پخوانيو چارواکو د خبرو، د ډيورند ليکې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د اغزن تار د غځولو او ځينو نورو مسايلو په اړوند کار ونشي او ياد موارد راتلونکې غونډې ته وځنډول شول.
دغه راز د بغلان ولايت د پخوانيو وتليِ ښوونکي ارواښاد بيګمراد مړينې څخه چې خپل ټول عمر يې د پوهنې د زده کوونکو د ښوونې او روزنې په برخه کې تير کړ، يادونه وشوه او د خدای بښلي روح ته دعا وشوه.
د مطرح شويو مواردو په جمع بندۍ محمد علم ايزديار اړوند کمېسيون ته د محبوسينو د ستونزو د راجع کولو تر څنګ د مشرانو جرګې د دارالانشا د ګمارل شوې کمېټې، عمومي رئيس او ټولو کارکوونکو چې د دې جرګې د تلويزيونې شبکې په جوړېدو کې يې هڅې کړي، مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې دغه شبکه وکولاي شي د مشرانو جرګې کړنو ته ښه انعکاس او د پارلماني فرهنګ د رواجولو په برخو کې ګټوره واقع شي او زياته يې کړه چې د مکافاتو د اصل په پام کې نيولو سره به اداري پلاوى د دارالانشا د لوی رياست د مسئولينو د تقدير او ستايلو پر وړاندې پريکړه وکړي.
د مشرانو جرګې لومړي نايب د بشري حقونو د نړېوالې ورځې مبارکي وويله او د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا کې د افغانستان د غړيتوب د ترلاسه کولو څخه هرکلې وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې مسئولين دي دهېوادوالو بشري حقونو ته د رسيدګۍ او رعايت په برخو کې وړ اقدامات وکړي، نوموړي د کابل په پنځه سوه فامیلیو کې د يوې کورنۍ د لسو غړو بي رحمانه وژل په کلکو ټکو وغندل او د امنيتي مسئولينو يې وغوښتل تر څو د دغه وحشت عاملين ونيسي او په ښکاره ډول یې  محاکمه کړي.
په همدې ډول نوموړي د تخار ولايت سپين ږيرو سره د خپلې پرونۍ کتنې څخه يادونه وکړه، ويې ويل چې يادو مشرانو د يوه غير مسئول قوماندان ملک تاتار له خوا د بشري حقوقو د نقض، د ځمکو غصب او د ملکي خلکو د وژنې او د تخار ولايت د سيمه ييزې ادارې ضعف څخه په کلکه شکايت وکړ او د مرکزي حکومته يې د نوموړو د جنايتونو څخه په مخنيوي کې د جدي رسيدګۍ او اقداماتو غوښتنه وکړه.
د غونډې رئيس د ډيورنډ فرضي ليکې په اوږدو کې د اغزن تار د غځولو او د امريکا متحده ايالاتو سره د شته موافقتنامو سره اړيکه ونيوله او ويې ويل، ټاکل شوې وه دغه موضوعګاني نن د جمهوري رياست د حقوقي بورد ریيس سره مطرح شي؛خو د نوموړي نه حضور سبب شو تر څو يادې موضوعګاني په بحث کې شاملې نه شي.
محمد علم ايزديار يو ځل بيا د بيت المقدس پر وړاندې د امريکا د جمهور رئيس پريکړه نامعقوله او د ټولې نړۍ د مسلمانانو د غوښتنو سره په ټکر کې وګڼله او د امريکا د سياسيونو، پاليسي جوړونکو او سترې محکمې او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا څخه يې وغوښتل تر څو په ډونالد ترامپ لازم فشارونه وارد کړي چې خپله پريکړه بېرته واخلي، نوموړي د اسلامي نړۍ د اختلافونو او څو ټوټه کېدو او د غربي هېوادونو له خوا د ځينو اسلامي هېوادونو د مشرانو تاثير لاندي راتلو په اړوند زياته کړه چې دوي نبايد په دي برخه کې پټه خوله پاتې شي بلکې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس د جوړېدو  او هرې ممکنې لارې دې د بيت المقدس د آزادولو په اړوند عملي اقدامات ترسره کړي.
ايزديار افغانستان کې د تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د ځينو هېوادو نه رښتينولۍ څخه هم يادونه وکړه او د ټولو سياسيونو، مسئولينو او هېوادوالو يې وغوښتل چې د ملي ګټو سره سم دې په يوه خوله عمل وکړي او خپلې همکارۍ دې داسي تنظيم کړي چې هم ترهګر وځپل  شي او هم خلک خپله هوساينه ومومي.
د غونډې په پاي کې پريکړه وشوه چې د اختلاس، د بريښنا د غير عادلانه پريکون، د بريښنا د لګښتونو نه ورکړه، د زندانيانو او د دوی د تحصن په اړه د جمهوري رياست د فرمانونو نه پلي کېدل او ځينې نورې موضوعګانې دې د بريښنا شرکت، د کورنيو چارو وزارت اولويې څارنوالۍ له مسئولينو او د بشري حقونو د کمېسيون د ریيسې سره په راتلونکو غونډو کې تر بحث لاندې ونيسي.پاى٠-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته