
کابل، د سلواغې ۱۶ مه، باختر
مولوي ضیاالحق حقمل نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي له لوري د باختر آژانس د رییس په توګه معرفي شو.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د ملي راډیو تلویزیون عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې مولوي عتیق الله عزیزي د باختر آژانس نوي رییس مولوي ضیا الحق حقمل ته د مبارکۍ په ویلو سره نوموړي ته په چارو کې د لابریالیتوب هیله وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل چې مولوي ضیاالحق حقمل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا په منظورۍ مقرر شوی دی.
د مراسمو په پای کې مولوي ضیاالحق حقمل د اسلامي امارت له مشرتابه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د ټاکنې له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د باختر آژآنس د ښه والي، پراختيا او د مسلکي کار د پياوړتيا په لاره کې به د باختر آژانس له آمرینو او کارکوونکو سره په همکارۍ او همغږۍ کې له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي.
د یادونې وړ ده چې له دې مخکې ډاکټر عبدالواحد ریان د باختر آژآنس د رییس په توګه دنده ترسره کوله.
هېره دې نه وي چې مولوي حقمل له دې مخکې د ملي راډیو ټلویزیون د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله او د رسنیو په برخه کې ښه تجربه لري.
جهانیار