ورزش

د هيواد د کاراتې لوپغاړو په نړيوالو لوبوکې دريم مقام وګاټه

کابل باختر دتلي اتمه 
د هيواد د کاراتې لوبغاړو د دغې څانګې په نړيوالو لوبوکې د يوولسو مډالونو په ترلاسه کولو سره دريم مقام وګاټه.
د بدني روزنې او سپورت رياست د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت باختر آژانس ته خبرورکړ:
د کاراتي د شتوريو لوبې د ايران په کوربه توب د دغه هيواد په مشهد ښارکې ترسره شوې او په هغوکې د هيواد له دننه څوارلسو ورزشکارانو او په ايران کې ديرشو تنو نورو مهاجرو افغان ورزشکارانو د ټنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په کټګوريوکې ګدون وکړ چې په نتيجه کې يې د شپاړلسو هيوادونو د ورزشکارانو ترمنځ د سرو زرو د پنځو مډالونو، سپينو زرو د يوه مډال او د ژيړو د پنځو مډالونو په ترلاسه کولو سره يې د دغو نړيوالو لوبو دريم مقام وګاټه .
په دغوسياليوکې ايراني ورزشکارانو لومړى او د آذربايجان لوبغاړو دويم مقام وګاټه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته